سیاستاقتصادTOPټولنه

په کابل کې د عالمانو د غونډې پرېکړه لیک

کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

په کابل کې د عالمانو درې ورځنۍ غونډه کې چې ۴۵۹۵، دیني عالمانو، مخورو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی وو، لاندې پرېکړه لیک صادر کړ.

د عالمانو د پرېکړه لیک لومړۍ ماده:

اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت او زموږ د مومن ولس همیشنۍ غوښتنه وه، تجربو ثابته کړه چې اسلامي نظام له ځان سره عدالت، امنیت، عزت او برکت راوړی.

اسلامی نظام زموږ د جهاد او څه باندې څلور لسیزو قربانیو، هجرتونو او مشقتونو ستر ارمان او هدف و، دا چې د الله تعالی په ځانګړي فضل په ګران هېواد افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، موږ نه یوازې کلک ملاتړ یې کوو، بلکې مرسته، دفاع او هر اړخیز ملاتړ یې د ټول ولس ملي او دیني وجیبه ګڼو.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک دوهمه ماده:

موږ د افغانستان اسلامي امارت له زغیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده حفظه الله سره خپل بیعت یو ځل بیا تجدیدوو او په کلکه یې ملاتړ کوو، نوموړی مو د افغانستان د شرعی حاکم او د اسلامي مارت د امیر په حیث منلی او منو یې او له الله تعال څخه ورته په ټولو دیني او دنیوي چارو کې توفیق غواړو.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک درېیمه ماده:

څرنګه چې اسلامي امارت د افغان ولس له بطن څخه راپورته شوی او هېڅ بهرنی جهت د هغه په اقامه کې دخالت نه لري چې همدا یې د داخلي مشروعیت موثق دلیل دی. دغه راز یې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین کړی، د قدرت جزیرې یې له منځه وړي، افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته متوجه ګواښونه یې شنډ کړي، په حکومتدارۍ کې یې د فساد، غصب او اختلاس کلتور ختم کړی او په افغانستان کې یې یو مرکزي واکمن نظام رامنځته کړی دی.

د دې نظام تقویه نه یوازې د افغانستان او سیمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده، بنا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو، پر ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو او سازمانونو باندې غږ کوو چې اسلامي امارت د یو مشروع نظام په حیث په رسمیت وپېژني، مثبت تعامل ورسره وکړي، له افغانستان څخه ټول بندیزونه پورته، د افغان ولس کنګل شوې شتمني آزاده او د هېواد په اقتصادي ترقۍ او بیا رغونه کې زموږ د ملت ملاتړ وکړي.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک څلورمه ماده:

موږ د اسلامي امارت له لوري د نشه يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په اړه د صادر شوي فرمان کلک ملاتړ کوو.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک پنځمه ماده:

موږ د متقابل احترام او تعامل اصل ته په پام سره له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د عدم مداخلې له سیاست او د هغوی پر خلاف د افغانستان له خاورې د نه استعمال په اړه د اسلامي امارت له موقف څخه ملاتړ کوو. همدا رنګه د بالمثل تعامل پر اساس له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ څخه غوښتنه لرو، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي او هیچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې په استفاده د افغانستان پر خلاف فعالیت وکړي.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک شپږمه ماده:

د افغانستان اسلامي امارت یو حاکم اسلامي نظام دی، چې په ټول هېواد سلطه لري. په هېواد کې امنیت او عدالت یې تامین کړی دی. د دې نظام پر وړاندې هر ډول مسلحانه مخالفت، بغاوت او فساد فی الارض ګڼل کېږي چې دفع کول یې پر امارت او ملت واجب دي. همدا رنګه د همدې حاکم اسلامي نظام هر ډول مخالفت چې له اسلامي شریعت او ملي منافعو سره په ټکر کې وي، فساد او ناروا عمل دی.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک اوومه ماده:

پر ملت غږ کوو چې د داعش په نوم فتنه ګر د دې عصر خوارج او باطله ډله ده چې زموږ په اسلامي هېواد کې فساد خپروي، له دوی سره هر ډول مرسته او اړیکه شرعا ناروا عمل دی.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک اتمه ماده:

پر هغو عالمانو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي، غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلکو کې اختلافات او اندېښنې پيدا کېږي او په ملت کې د فتنې سبب ګرځي.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک نهمه ماده:

په اسلامي امارت غږ کوو چې عدالت، دیني او عصري زده کړې، روغتیا، کرنې، صنعت، د اسلامي شریعت په رڼا کې د اقلیتونو، ماشومانو، میرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک لسمه ماده:

موږ د اسلامي امارت په مشرتابه غږ کوو چې خپل موجود وحدت نور هم مستحکم، ملي وحدت لا پياوړی او ارضي تمامیت وساتي. د ملي مصالحو په تحقق، د فقر او بې کارۍ په مخنیوي او د ولسي رفاه په لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

په کابل کې د عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک یوولسمه ماده:

دا چې اسلامي امارت له هېواده بهر ته د تللیو شخصیتونو د رابللو بهیر پیل کړی، موږ یې ملاتړ کوو. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هېڅوک باید دلته د پردیتوب احساس ونه کړي. له هېواده بهر شخصیتونو څخه موږ غوښتنه دا ده چې رامنځته شوی وضعیت یو فرصت وبلي، خپل هېواد ته راستانه شي او د پردیو په لسمون له مغرضانه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته