خبرونهامنیت

په کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور پنځه تنه ونیول شول

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

د کابل له امنیې قوماندانۍ څخه باختر آژآنس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې ۲۲ کیلو ګرامه چرس، ۴۵۰ دانې ټابلیټ کا، یوه اندازه ښېښه، یو موټر او پوډر ترلاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو په تور پنځه تنه نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل د امنیې قوماندانۍ ځواکونو لسګونه تنه د نشه يي توکو د پلور، پېر، قاچاق او کارونې په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

س. صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته