ټولنه

په کابل کې د پاسپورت د ويشلوبهير بيا پيل شو.

کابل /دلېندۍ ٢٨مه /باختر
په کابل کې د پاسپورت د ويشلوبهير له يوې مودې ځنډ وروسته بيا پيل شو.
د رارسېدلوخبرونوله مخې، په کابل کې د پاسپورت د ويشلو په بهيرکې ځنډ د فني ستونزوله امله رامنځته شوې وه.
په کابل کې د پاسپورت د ويشلود بهير له پيلېدو څخه د خلکو په خبرتيا سره په زرګونو تنو د دغه رياست په وړاندې راټول شوي و.
ټاکل شوې ده هره ورځ تر ٥٠٠ پاسپورتونو پورې په کابل کې پرغوښتونکو وويشل شي.
د افغانستان د پاسپورت رييس عالم ګل حقاني باختراژانس ته وويل چې د نورو ولايتونوخلک د کابل د پاسپورت ادارې ته مراجعه ونه کړي اوکولاى شي د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره خپل ولايتونوته لاړشي.
د وړاندې شويوشمېرنو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت په برياليتوب سره ١٥٠٠٠٠پاسپورتونه په غوښتونکو ويشل شوي دي اودغه بهير دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته