خبرونهورزش

په کابل کې د پينګ پانګ سيالۍ پيل شوې

کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

د ښځو او نارينه و د پينګ پانګ سياليو پنځلسمه دوره  په کابل کې پيل شوه.

د باختراژانس د خبرله مخې؛  په هغه خبرپاڼه کې چې د المپيک د ملي کميټې له خوا خپره شوې ده  ويل شوي دي ، دغه سيالۍ  د شپږو ورځو لپاره په څلورو برخوکې  ترسره کېږي چې پکې  له پنځلسو ولايتونو څخه  ١٠٣ نارينه او ٣٦ ښځې ګډون کړى دى او شل تنه غوره لوبغاړي به  ملي ټيم ته انتخاب شي.

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته