کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلا بېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د «٨ صبح ورځپاڼې» “د ورستيو سېلاوونو له امله ٦٣ تنه ووژل شول او په زرګونه څاوري له منځه لاړ “. تر سرلیک لاندې لیکلي دي.
د تېرې اوونۍ په بهير کې په څو ولايتونو کې سېلاوونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې له طبيعي پېښو سره د مبارزي په چارو کې د دولت وزارت وړاندې کړي، د دغو سېلاوونو له امله ٦٣ تنه وژل شوي او څه د پاسه ٨٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه وزارت ويلي، چې د هېواد په ١٢ ولايتونو کې د وروستيو شپږو ورځو اورښتونو او د سېلاوونو راوتلو له امله د استوګنې ١٢٢٥٠ کورونه وېجاړ شوي دي.
سربېره پر دې په تېره يوه اوونۍ کې څه د پاسه ٢ زره څاروي له منځه تللي او د ١٢ زره جريبه ځمکې حاصلات هم له منځه تللي دي.
له بله پلوه د هوا پېژندنې ادارې خبر دارى ورکړى، چې په راتلوونکو ورځو کې د بارانونو د اورېدو له امله د سېلاوونو راوتلو اټکل شوی دی.
د اطلاعات روز ورځپاڼې “په هرات کې د کانګو ناروغۍ له امله ٩ تنه مړشوي دي” تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د هرات روغتيايي مسوولين وايي، چې د روان لمريز کال له پيل څخه تر اوسه پورې د کانګو ناروغۍ ٤٠ پېښې د دغه ولايت په مرکزي روغتون کې ثبت شوې دي.
د هرات مرکزي روغتون سرطبيب عارف جلالي د څرګندونو له مخې د دغو ناروغانو له ډلې څخه ٩ تنه مړه شوي دي.
جلالي د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې په مړو شويو کسانو کې ٤ نارينه او ٥ ښځې شاملې دي.
\ ذ