کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلا بېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د « ٨ صبح ورځپاڼې» ” په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د اروپا ځينې برخې سوزولې دي ” ترعنوان لاندې لیکلي دی.
په ځنګلونو کې د اور لګېدنې څپې د پرتګال، هسپانیې او د فرانسې جنوبي ځینې برخې سوځولې دي.
په فرانسه کې د ځنګلي سیمو له کمپونو او کلیو څخه شاوخوا ۶۵۰۰ کسان اېستل شوي، د ټپيانو شمېر یې معلوم نه دی.
د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، په دغو دوو اورلګېدنو کې څه د پاسه۸۰۰ هکتاره ځمکه وېجاړه شوې ده.
د اطلاعات روز ورځپاڼې” په هلمند کې د “کولرا” ناروغۍ د خپرېدو په ترڅ کې په ګرشک ولسوالۍ کې ۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.” تر سرلیک لاندې لیکل دې.
په هلمند کې سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ د۵۰ تنو د اخته کېدو خبر ورکړى دى.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې تر اوسه پورې په ګرشک کې دغې ناروغۍ هېڅ مرګ ژوبله نه ده اړولې.
| ذ