خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر

یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړ مطالب خپاره کړي چې د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته  په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د” ٨ صبح” ورځپاڼې”د غزني ورزشکارانو په دغه ولایت کې د لوبغالي د پاکولو لپاره ډله ییز کار وکړ.” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د غزني ښار يو شمېر ورزشکارانو او ځوانانو د ډله ييز کار په ترڅ کې د فوټبال د لوبغالي د مصنوعي چمن او نورو برخو د پاکولو کار پيل کړ.

د غزني ولايت يوې سرچينې د چنګاښ په ۲۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د وروستيو سېلاوونو له امله د دغه ولايت د فوټبال ټول لوبغالی خراب شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ورزشي ډګر د جوړولو چارې څلور کاله مخکې د فیفا له خوا د نږدې یو میلیون ډالرو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

د «اطلاعات روز » ورځپاڼې ” اسلامي امارت: موږ په کندز کې د ازبکستان او تاجکستان د راکټي بریدونو عاملین ووژل “ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان د اسلامی امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو د عملياتو په بهير کې د خوارجو يو مرکز کشف او له منځه وړى دى.

نوموړي د چنګاښ په ٢٥مه په يوه تويټ کې ليکلي دي چې په دغو عملياتو کې ٣ تنه وژل شوي او ٥ نور نيول شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته