کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه یو لړمطالب او راپورونه هم خپاره کړي، چې د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼې “په غزني کې د ۲۴ جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره شول” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
په غزني کې د ۲۴ جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره شول.
د دغو مراسمو د پرځاى کولو لګښت يو ديني عالم پرغاړه اخيستي دي.
دغه پيغلې او ځوانان وايي چې د خپلو ودونو د ترسره کولو وس او توان یې نه درلود.
هغوى د ډله ييزو ودونو د فرهنګ پر جوړولو ټينګار کوي او زياتوي چې کورنۍ بايد په ودونو کې له زيات لګښت څخه ډډه وکړي.
د ٨صبح ورځپاڼې” په غنا کې د ماربورګ په نامه يو وژونکی ويروس پېژندل شوی دى “ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د نړۍ روغتيايي سازمان د رپوت له مخې په روانه اوونۍ کې د افريقا په لوېديځ غنا هېواد کې د ماربورګ د زيات خطرناک ويروس د اخته کېدو موارد خپاره شوي دي.
د نړۍ روغتيايي سازمان د څرګندونو له مخې په دې ناروغۍ په اخته کسانو کې د مړينې کچه کېداى شي ٩٠ سلنې ته ورسېږي.
له کرونا او د بيزو له تڼاکې وروسته په وروستيو کلونو کې دا دريمه ناروغۍ ده چې نړۍ ګواښي.
\ ذ