کابل، د چنګاښ٢٩مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي چې د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼې ” پوتين د ترکيې له مشر سره په ايران کې کتنه کوي. “ترعنوان لاندی لیکلی دي:
څو اوونۍ وړاندې د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان له ناټو سره د فنلند او سويډن له پيوستون سره خپل مخالفت پاى ته ورساوه چې دې اقدام د روسيې د جمهور رييس ولاديمير پوتين غوسه راوپاروله، اوس هغه ايران ته تللى چې د ايران د جمهور رييس ابراهيم رييسي په شتون کې له قهرجن پوتين سره خبرې وکړي.
د ٨ صبح ورځپاڼې “روسيه له کيف سره د خبرو د پيليدو په صورت کې سخت شرايط ټاکي ” ترعنوان لاندې ليکلي دي:
د روسيې د ليبرال دموکرات ګوند مشر او له اوکراين سره په خبرو کې د روسيې پلاوي غړي لوفيد اسلوتسکي ويلي دي روسيه به له اوکراين سره د خبرو د پيليدو په صورت کې د ماهيت او وخت له پلوه سخت شرايط ولګوي.
\ ذ