کابل، د زمري٣مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو
کړى دى.
د ٨ صبح ورځپاڼې “د اوبو بحران او د کابل ښار مبهم راتلونکي ” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
اوبه دبشر ژوند د اساسي عنصر په توګه چې د ښارونو په پراختيا کې ارزښتناک رول ترسره کړى او له هغه پرته ښارونه او آن د استوګنې ځايونه جوړيداى نه شي، اوس د يوې ډېرې ارزښتناکې مادې په توګه بدله شوې ده، د بشر ډله ييز ژوند او د ښارونو وده او پراختيا له اوبو سره نه شليدونکې اړيکې لري له همدې امله ټول هېوادونه د هغو لارو چارو په لټه کي دې چې وکولاى شي د اوبو د بحران مخه ونيسي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دى چې د اوبو له پلوه زياتي منابع په واک کې لري او د ښه مديريت او پروګرام جوړولو سره کولای شي خپلې ضروري اړتياوې لرې کړي
د اطلاعاتوروز ورځپاڼې” د افغانستان اسلامي امارت: په زرګونوټنه ګار ډېرژر بازارته واردېږي ” ترعنوان لاندی لیکلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ډېر ژر په زرګونو ټنه اوبلن ګاز بازار ته واردېږي.
دغه وزارت ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي معاونيت سلاکار، د استندرد ملي ادارې او د تېلو او ګازو د دولتي شرکت د استازو په ګډون په يوه غونډه کې له ترکمنستان څخه د اوبلن ګازو د واردولو په اړه خبرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د اوبلن ګازو واردونکي شرکتونه زرګونه ټنه اوبلن ګاز چې اوس د حيرتانو، اقيني او د تورغنډۍ بندرونو ته رسېدلي د هېواد بازارونو ته وارد کړي.
دغه وزارت زياته کړې، چې بازار ته د دغو اوبلن ګازو په رسېدو سره به د اوبلن ګازو بيه زياته ټيټه شي.
\ ذ