خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د زمري ٤مه، باختر

یوشمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو مسايلو يو لړمطالب خپاره کړي دي.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې” په هلمند کې درې ښځې د لامبو وهلو په وخت کی ډوبې شوې. “ترعنوان لاندی لیکلی دی.

په هلمند کې د اسلامی امارت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دریو ښځو د لامبو وهلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنگ ريس حافظ راشد هلمندی وايې چې دا پېښه د يکشنبې په ورځ د زمری په ٢مه رامنځته شوې ده.

د هغه د څرګندونو له مخې د دغو ښځو له جملې څخه دوه يې له قندهار څخه دي چې په هلمند کې د يوې ښځې په کور کې ميلمني وې او کله يې چې له خپلې کور به سره د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې د لامبووهلو نيت درلود، ډوبې شوې.

حافظ راشد وويل چې ميلمنې ژغورل شوي او د کوربه ميرمن مړه شوې ده.

د ٨ صبح ورځپاڼې ( د اروپا اتحاديه د روسيي ګازو بشپړو بندولو ته چمتو کېږي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اروپا د اتحاديي رييس اورسولافون درلاين ويلي، چي دغه اتحاديه بايد د روسيې ګازو بشپړ بندولو ته  په داسې شرايطو کې چې روسيه د هغه د کمښت په حال کې ده چمتو شي.

دغه راز دغې ورځپاڼې د ” روسيه : په اوکراين د نه منلو وړ رژيم  پاى ته رسوم”  ترعنوان لاندې په يو بل مطلب کې ليکلي دي.

د روسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې د مسکو اصلي هدف دا دى چې د اوکراين خلک  د نه منلو وړ رژيم له واکمنۍ څخه وژغوري.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته