کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه یې مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.
د ٨ صبح ورځپاڼې اسلامي امارت: په بلخاب کې د ملکي وګړو د وژلو په اړه د بخښني د نړيوال سازمان رپوټ بي بنسټه دى.” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د چنګاښ په شپږمه د دوشنبې په شپه په يوه تويټ کې ليکلي دي، چې په بلخاب کې د ملکي وګړو د وژلو په اړه د بخښني د نړيوال سازمان رپوټ بي بڼسته دى.
مجاهد په دې تويټ کي ادعا کړې ده چې په بلخاب ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اووښتى.
د اسلامي امارت وياند ويلي دي ” نه پوهيږم چې دغه سازمان د کومو موثقو سندونو پر بنسټ ادعا کوي؟ په داسې حال کې چې له سيمې څخه يې سم معلومات نه دي اخيستي.”
د اطلاعات روز ورځپانې ” اسلامي امارت: د ديني عالمانو د زيات ټينګار په خاطر په کابل کې غونډه جوړوي'” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په نږدې راتلوونکي په کابل کې د ديني عالمانو يوه ستره غونډه جوړيږي.
هغه په يوه تويټ کې ليکلي دي چې يو زيات شمېرعالمانو د دې غونډې د جوړولو غوښتنه کړې وه او د اسلامي امارت رهبري هم دغه غوښتنه منلې ده.
د اسلامي امارت وياند زياته کړي ده، چې ياده غونډه د خلکو د غوښتنې له مخې جوړيږي او په دې غونډه کې به له هر ولايت او ولسوالۍ څخه ديني عالمان ګډون وکړي.
\ ج