خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د چنګاښ١١مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړ مطالب خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو   کړى دى.

د« ٨ صبح ورځپاڼې» ( په ايران کې هغه افغانان نيول او اېستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت اعلام کړى، چې د چنګاښ له١١مې څخه په دغه هېواد کې هغه افغانان چې د استوګنې سندونه نه لري له پېژندنې وروسته اېستل کېږي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت د ايران د کار خاوندانو ته ويلي، که چېرې بې سنده افغانان استخدام کړي له دريو څخه تر ٦ مياشتو پورې به بنديان شي.

د «اطلاعات روز ورځپاڼې» (په ننګرهار کې د طالبانو امنيتي سرچېنې وايي، چې د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې پر زده کوونکو د لاسي بم د غورځولو له امله  ٨ تنه ټپيان شول) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

دغه راز دغې ورځپانې  په يو بل مطلب کې ( يو١٤کلن هلک په فارياب کې خپل پلار په تبر سره وواژه)  ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د فارياب سيمه ييز خبر ځايونه وايي، چې د دغه ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې يو هلک خپل پلار د تبر په  ګوزارونو سره وژلى دى.

د دې وژنې علت  کورنى تاوتريخوالى بلل شوى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته