خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر

یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو، د سیمې او نړۍ د روانو حالاتو په اړه يو لړمطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته  په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د ٨ صبح ورځپاڼې” طالبانو د سوداګرو د نفتي توکو د زېرمو د کنټرول لپاره يو پلاوى موظف کړى دى “ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت د چنګاښ په ١٣مه  په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د صنعت او سودا ګرۍ او ماليې وزارتونو، د ستندرد ملي ادارې، د تېلو او ګازو دولتي شرکت او له درندو جرمونو سره د مبارزې د ادارې استازو په اقتصادي معاونيت کې د تېلو د بيې د کمښت او د بازار ساتنې په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه که چېرې د موظف پلاوي له خوا د سوداګرو د تېلو په زېرمو کې احتکار وليدل شو دغه شرکتونه به وتړل شي.

د اطلاعات روز ورځپاڼي”سېلاوونو د غزني په ناور ولسوالۍ کې زيات مالي زیانونه اړولي دي ” ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د غزني ولايت په ناور ولسوالۍ کې  سيمه ييز خبرځايونه وايي چې د دې ولسوالۍ د وارکلاخ په سيمه کې د سېلاوونو د راوتوله امله کرنيزې ځمکې ويجاړې او څاروي له منځه تللي دي.

د وارکلاخ د سيمې يو اوسېدونکي وويل چې د سېلاوو د راوتلو له امله د دې سيمې کروندې ويجاړې شوې، دوه سوه پسونه او ٣٠ غواګانې له منځه وړل شوې دي.

خبرځای وويل د دې پېښې له امله د استوګنې ٦٠  کورونه او د کرنيزو اوبو ٣٠ څاه ګانې هم يوڅه زيانمنې شوې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته