سیاستخبرونه

په کابل کې د چين سفير: امريکا د افغانستان او اوکراين پر وړاندې دوه ګونى چلند کوي

کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

په کابل کې د چين سفير ادعا کړې چې امريکا د افغانستان پړ وړاندې دوه ګونى چلند کوي له يو څخه پيسي اخلي او بل ته پيسي ورکوي.

وانګ يو نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل؛ امريکا له اوکراين سره په ميلونونو ډالره مرسته کوي؛ خو د افغانستان اسعاري شتمني کنګلوي.

دغه چينايي ديپلومات له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينګار وکړ او ویې ويل، چې هېواد يې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د٣٢٠ ټنو خوراکي توکو مرسته کړې او ټاکل شوې ٢٠٠ ټنه نوره مرسته  هم وکړي.

دا لومړى ځل نه دی چې چينايي مقامات د افغانستان په اړوند د امريکا د ناوړه چلند او د افغانستان د شتمنيو د کنګلولو په اړه انتقاد کوي؛ مخکې له دې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند په وار وار ويلي چې امريکا له افغانستان سره مطلوب چلند نه دى  کړې او بايد په دغه هېواد کې د خپلو مسووليتونو پيټی په خپلو اوږو واخلي او د افغانستان پر وړاندې مسووليت ومني.

د ملګروملتو په سازمان کې د چين ځانګړي استازي هم په وار وار ټينګار کړی چې امريکا د افغانستان د اوسني حالت په اړوند مسووله ده او د افغانستان د خلکو د ځورونې د جبيره کولو لپاره باید مانا دار ګامونه واخلي.

هغه په افغانستان کې امریکا د زرګونو تنو د وژلو مسووله بللې او له افغانستان څخه په وتلو سره یې هم په دغه هېواد کې نوى بحران رامنځته کړى او د افغانستان د اسعاري شتمنيو په کنګولو سره یې د افغانستان د خلکو شتمني لوټ کړې او د دغه هېواد د خلکو دردونه او کړاونه يې  زيات کړي دي.

د ملګروملتو په سازمان  کې د چين استازي څو ځلې افغانستان ته د امريکا له خوا د غرامت د ورکولو مسئله  طرحه کړې ده.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته