کابل /د وري ٢٤مه /باختر
په کابل کې د کاناډا سفير د روژې مبارکه مياشت د مهربانۍ او د زغم مياشت وباله او په افغانستان کې يې له ښکيلو لورو په تېره بيا د طالبانوله ډلې وغوښتل چې لږ ترلږه په دې مياشت کې له وژلو لاس واخلي.
ريدسيرز په يو پيغام کې ويلي دي ( روژه د مهربانۍ، صدقې او د تاوتريخوالي د بندولو مياشت ده .
په افغانستان کې ښکيل لورې په تېره بيا طالبان بايد د دغې مياشتې په درناوى سراسري اوربند ته غاړه کېږدي)
هغه په افغانستان کې د زياتو تاوتريخوالې له امله انديښنه څرګنده کړه اوله طالبانويې وغوښتل چې د خبريالانو ، مدني فعالانو،ښځو اوماشومانو په ګډون د ملکي وګړو وژنې پاى ته ورسوي.
د روژې د مبارکې مياشتې په درشل کې په لسګونواسلامي هېوادونو او د بشر د حقونو بنسټونو په افغانستان کې له ښکيلو لورو وغوښتل چې لږ ترلږه په دې مبارکه مياشت کې له تاوتريخوالي لاس واخلي .
طالبانوتراوسه دغوغوښتنوته غبرګون نه دى ښودلى خو د افغانستان حکومت په وار وار په هېوا د کې د سولې د ټينګښت لپاره د سراسري اوربند غوښتنه کړې ده .
ختم- ج _ا