امنیت

په کابل کې د یوانسان تښتوونکوباند له منځه وړل

کابل / د مرغومي / ۱۵ / باختر
په کابل کې د انسان تښتوونکو یو باند د امنیتي ځواکونو په ځانګړوعملیاتوکې له منځه یوړل شو.
په دغو عملیاتوکې امنیتي ځواکونو ۷ انسان تښتوونکي ونیول او یوسړی چې د دوی په منګولوکې و، هغه هم وژغول شو.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، انسان تښتوونکودغه سړی چې څه موده مخکې تښتولي و د خیرخانې مینې په یوکورکې ساته.
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې انسان تښتوونکود دغه سړی د آزادولوپه بدل کې له کورنۍ څخه یې زیاتې پیسې غوښتلې وې.
دغه وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د دغو ځانګړو عملیاتوپه بهیرکې ۷ انسان تښتوونکي نیولي او هغه سړی چې د دوي په منګولوکې و، وژغوره.
نیول شویوکسانو په خپل لومړنیوتحقیقاتوکې په کابل کې د انسان تښتوونکوپه څو پښو اعتراف کړی دی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته