کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د تېر ماښام د چاودنې په اړه جزیات خپاره کړل.
یاد وزارت ویلي تېر ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ترافیکو څلور لارې سره نږدې د حضرت زکریا ( ع ) په جومات کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۶ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچينې یاده پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي يې دي چې امنیتي او کشفي ځواکونو د دې پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
افغانمل