کابل، د غبرګولي١٧مه، باختر
یو شمېر محدودې غيردولتي ورځپاڼي چې په هېواد کې خپرونې لري د هیواد سیاسي او پوځي مسایلو په اړه ليکني کړې دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره يو رپوټ چمتو کړى دى.
د ٨صبح ورځپاڼې “لاوروف: که کییف ته اوږد واټنه تسليحات واستول شي، مسکو به ګواښ زیات کړي.” ترسرليک لاندې ليکلي دي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د نړیوالو مسایلو په اړه په یوه انلاین خبري کنفرانس کې وویل، څومره چې لوېدیځ هېوادونو اوکراین ته د وسلو لېږدول زيات کړي، مسکو به هغومره ګواښ له خپلې خاورې لېرې کړي.
د اطلاعات روز ورځپانې ” ناپيژاندو کسانو په بغلان کې یوه ښځه د سرو زرو د غوږواليو په لرلو سره وژلې ده.” ترسرليک لاندې ليکلي دي.
په بغلان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې يوه زړه ښځه د يوې جوړې سرو زرو غوږواليو په لرلو سره د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده.
د سرچينې په وينا، ناپېژاندو کسانو دغه ۷۰ کلنه مېرمن د چړې په واسطه په بېرحمانه ډول وژلې ده.
\ ذ