خبرونهټولنه

په کابل کې سلګونو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

کابل، د غبرګولي٣٠مه، باختر

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، نن د بشري مرستو په دوام په کابل کې پر ۴۰۰ زیانمن شویو، بېځایه شویو، معلولینو او بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

د یاد وزارت مالي او اداري رئیس غلام غوث ناصري، د دغو مرستو د وېش لړۍ شفافه وبلله او زیاته یې کړه چې دغه لړۍ به دوام ولري.

ښاغلي ناصري زیاته کړه چې په دغو مرستو کې ۱۰۰ کیلو وریجې او ۵۰ کیلو غنم شامل و، چې پر مستحقینو کورنیو ووېشل شول.

مالي او اداري رئیس وویل، چې بشر دوستانه فعالیتونه غیر سیاسي دي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اروپایي هېوادونو څخه یې د افغانستان لپاره د دغو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

په ورته مهال مرسته شویو کورنیو د مرستو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او د مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بریا څخه تر اوسه دغه وزارت له ملي او نړیوالو موسسو سره په همکارۍ پر زرګونو اړمنو کورنیو بشري مرستې وېشلې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته