خبرونهفرهنګ

په کابل کې له متشبثو ښځو سره د ګرځندوی ریاست د همغږي غونډه جوړه شوه

 کابل ، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی مدیریت د ګرځندوی ریاست نن (د اقتصاد په وده کې د فرهنګ د رول نندارتون) د جوړولو لپاره له متشبثو ښځو سره په کابل کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې په ښه ډول د دغه نندارتون د جوړولو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې، په دې غونډه کې لومړی د لاسي صنایعو د شرکتونو مسوولینو ماریې حميدي او ماریې عظیمي د متشبثو ښځو په استازیتوب خپلې غوښتنې نظريې او ستونزې شریکې کړې او د هغو د څېړنې غوښتنه یې وکړه.

دغه راز هغوی د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې د مالیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونه دې د مالیاتي معافیت او د جواز د تمدیدولو په برخه کې له هغوی سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د ګرځندوی د تحقیق، پراختیا او بازار موندنې رییس مرتضی عزیزي د متشبثو ښځو د نظریو، ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته د امکان تر حده پورې د دوی د ستونزو د څېړنې ژمنه وکړه او ویې ویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې د مالیې او صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو سره به خبرې وکړي.

هغه د خصوصي سکتور او د ګرځندوی د تحقیق پراختیا او بازار موندنې ریاست ترمنځ پرهمغږۍ د ټینګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د لاسي صنایعو د ودې او ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د هغه د څرګندونو له مخې، د اقتصاد په وده کې د فرهنګ د رول په نندارتون کې د مرکز په ګډون د هېواد د ۳۳ ولایتونو له صنعتکارانوغوښتل کېږي چې خپل لاسي صنایع په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

له بلې خوا د ګرځندوی ریاست د لاسي صنایعو کار پوهې آرزو رامین په وروستیو اتو میاشتو کې د دغه ریاست د کارونو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز د فاطمه شېرزاد د لاسي صنایعو د شرکت رییسه فاطمه شېرزاد د (ګل برند مال) د لاسي صنایعو د شرکت رییسه ضیا ګل فردوس جهاني د باختر آژانس له خبریال سره په مرکه کې د افغان میرمنو د لاسي صنایعو د پلور لپاره د دایمي بازارونو په جوړولو ټینګار وکړ او د افغانستان اسلامي امارت په تېره بیا له اړوندو ادارو وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره د هغو ملاتړ وکړي.

د ګرځندوی ریاست د مسوولینو د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده (د اقتصاد په وده کې د فرهنګ د رول نندارتون) د مورد نړیوالې ورځې د درناوي په مناسبت په نږدې راتلوونکي کې په کابل کې جوړ شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته