ټولنه

په کابل کې له څه دپاسه۶۰۰ اړو او بېځايه شویو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

کابل / د لړم ۱۸مه / باختر

د ملګرو ملتو سازمان د کډوالو ادارې (UNHCR) د کابل د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ نن له ۶۱۸ اړو او بېځايه شویو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.

باختر آژانس ته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: په ننني پروګرام کې د ملګرو ملتو سازمان د کډوالو اداره پر هرې کورنۍ (۲۶۵) امريکايي ډالر وېشي او له يو شمېر نورو کورنيو سره به په راتلونکي کې هم مرستې وشي.

هغه د يونسيار په ګډون د ټولو کورنيو او نړيوالو خیريه بنسټونو د مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې اوس په ټول هېواد کې امن دی او ټول خیريه بنسټونه او نړيوال مرستندوی سازمانونه کولای شي د افغانستان ګوټ ګوټ ته خپلې مرستې ورسوي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته