ټولنه

په کابل کې له ۳۰۰ اړمنو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې وشوې

کابل / د لیندۍ ۱۴ مه / باختر
په کابل کې له ۳۰۰ اړمنو کورنيو سره د ننني افغانستان د يووالي او مرستو موسسې د ژمنيو توکو مرسته وکړه.
د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د مرستې د وېش پر مهال ويل: زموږ هېوادوالو په اوسنيو شرايطو کې دغه ډول مرستو ته ډېره اړتيا لري.
هغه پر ټولو موسسو او خیريه بنسټونو غږ وکړ چې له اړمنو هېوادوالو سره مرستې وکړي.
د رحیمزي په وينا؛ د کډوالو او او بېرته راستنېدونکو وزارت ژمن دی چې ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې پر وخت او شفاف ډول ورسوي.
په همدې حال کې د نننې افغانستان د يووالي او مرستو موسسې اجراييوي رئيس ډاکټر عبدالحق نيازي وويل: زموږ موسسه له ډېرو کلونو راهېسې په افغانستان کې بېوزلو خلکو سره مرستې کوي او په راتلوکي کې هم دغه ډول مرستو ته ژمن يو.
هغه زياته کړه: په ننيو مرستو کې څلور توشکې، څلور کمپلې، څلور بالښتونه، يوه درۍ، د پخلنځي سامان او د ماشومانو د لوبو کڅوړه شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته