سیاستخبرونهTOP

په کابل کې مېشتو بهرنيو سفيرانو ته په جوړه شوې مېلمستيا کې د مولوي اميرخان متقي وينا

کابل/ د تلې ۸مه/ باختر

نن ماښام د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سیاسي استازولیو استازو( سفیرانو) ته په بهرنیو چارو وزارت کي د میلمستیا پر مهال لنډه وینا وکړه، چې متن یې لاندي لوستلی شئ.

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله وصلاة و سلام علی خیر خلقه محمد و علی آله و اصحابه اجمعین،
وبعد:
درنو مېلمنو، کابل کې د سیاسي استازولیو درنو استازو، د یوناما آغلې مشره او درنو حاضرینو!
په سر کې تاسې ټولو ته هرکلی وایم، هرکله راشئ او ستړي مه شئ.
ډېر خوشاله یم چې په یوه ډاډمنه فضا کې په کابل کې د مېشتو سفارتونو او نړیوالو بنسټونو د استازیو د کوربه‌توب ویاړ لرم. د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو په استازیتوب له تاسې مننه کوي چې په کابل کې مو خپل حضور او فعالیت ته دوام ورکړ.
افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي او مسوول حکومت په توګه د دیپلوماتانو او سیاسي استازو مصوونیت ته ځان ژمن بولي. دا چې تاسې د یوه ستر سیاسي تحول په جریان کې هم خپل کار ته دوام ورکړ، دا ښيي چې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او د نوي حکومت چلند مسوولانه دی. موږ له ټولو هغو دولتونو څخه مننه کوو چې د افغانستان له خلکو سره یې له تحول وروسته بشري مرستې وکړې او زموږ له حکومت سره یې د مثبتو اړیکو او تعامل ژمنه وکړه.
درنو همکارانو،
افغانستان تېره میاشت له یوه مهم او تاریخي پړاو څخه تېر شو. دغه تحول الحمدلله د ډېرو تحلیلونو او محاسبو پر خلاف په ډېره سوله‌ییزه توګه ترسره شو. د افغانستان اسلامي امارت او اړوندې ادارې يې ځانونه ستاسو د امنیت لپاره ژمن بولي. ستاسو د ستونزو د اواري لپاره د بهرنیو چارو وزارت دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده.
درنو مېلمنو،
د افغانستان اسلامي امارت له شل کلن مشروع مقاومت وروسته ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو له پیغام سره کابل ته داخل شو. افغانستان له ۱۹۷۸م کال راهیسې د پردیو مداخلو، یرغلونو، کورنیو جګړو او ډېرو نورو ناوخوالو قرباني وو. موږ غواړو، په کوردننه د ښې حکومتدارۍ او سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزو. موږ د نورو دولتونو مشروعو ګټو او غوښتنو بشپړ درناوی کوو؛ په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع لرو.
مخکې له دې چې د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته داخل شي، موږ د امریکا له متحدو ایالاتو سره نژدې دوه کاله جدي مذاکرات وکړل او په پای کې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د دوحې تاریخي هوکړه لاسلیک شوه. د دوحې هوکړې نه یوازې دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خوندي وتلو ته لار اواره کړه، بلکې د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې د مثبتو اړیکو نوی فصل هم پرانیست. موږ باور لرو، چې د دوحې هوکړې بشپړ تطبیق کولای شي زموږ او د امریکا د متحدو ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې شته ستونزې اوارې کړي. په دې اساس، په کار ده چې لوري د دوحې هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي.
موږ نه یوازې د امریکا له متحدو ایالاتو سره، بلکې له ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ، خلیجي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او له اروپايي هېوادونو سره هم د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړو. موږ له اوږدې تحمیلي جګړې وروسته، غواړو د یوه متوازن بهرني سیاست د خپلولو له لارې ټولو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړو. افغانستان نه غواړي د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني شي، بلکې له ټولو سره نژدې اړیکې غواړي.
درنو استازیو،
افغانستان په تاریخي لحاظ تمدنونه وصل کړي دي. د وريښمو تاریخي لار د دې ادعا ښه مثال دی. موږ په یوویشتمه پېړۍ کې هم کولای شو زموږ د ګاونډیانو او سیمې په اقتصادي وصل کې مرکزي رول ولوبوو. د جګړو په کلونو کې سیمه اندېښمنه وه چې له افغانستانه ورته ناخوالې ونه لېږدول شي؛ اوس افغانستان له واحد حکومت او ډاډمن امنیت څخه برخمن دی. نو له دې وروسته به نه یوازې دا چې د ناامنۍ د لېږد اندېښنې نورې نه وي، بلکې افغانستان به د ټرانزيټ مرکز شي. اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه کوي چې په سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کې ګټور رول ولوبوي. موږ د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او ورته نورو پروژو بشپړاوي ته چمتووالی لرو. موږ باور لرو چې افغانستان د اقتصادي وصل له لارې دا ظرفیت لري چې په سیمه کې د ستر مثبت اقتصادي تحول له رامنځ ته کېدو سره مرسته وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هغو دولتونو مننه کوي چې پخوا او اوس یې افغانستان سره په بشري او پراختیايي برخو کې مرستې کړي دي. نوی حکومت غواړي چې ټولې ناتکمیل شوې پروژې په ښه ډول بشپړې شي. موږ به د دغو پروژو د تکمیل لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې چمتو کړو.
په پای کې یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب تاسې ته هرکلی وایم او په راتلونکي کې له خپل لوري د همکارۍ او نژدې اړیکو ډاډ درکوم.

پاتې وخت مو نېکمرغه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته