خبرونهفرهنګټولنه

په کابل کې يو خبريال ځان وواژه

کابل / د لړم ١۴مه / باختر

په کابل کې يو خبريال د هغه څه په دليل چې بېوزلي بلل کېږي، ځان وژنه وکړه.

محمد هارون نيرومند پرون ځان زندى کړ.

د دغه خبريال کورنۍ وايي چې هغوى ډېر ناوخته خبر شول او د دوى د زوی د ژغورنې لپاره د دوى هڅې کومه پایله ورنه کړه.

د هارون نيرومند يو خپلوان باختر آژانس ته وويل چې دغه خبريال وزګار شوی و او د کارموندنې او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ د پيداکولو لپاره د هغه هلې ځلې نتيجه ورنه کړه او ځان وژنې ته اړ شو.

محمد هارون نيرومند د مشرانو جرګې په ټلويزيون کې دنده ترسره کوله، د مخکېني حکومت په نسکورېدو سره په افغانستان کې ۷۰ سلنه رسنۍ بندې شوې او کارکوونکي يې وزګار شول.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين وايي چې په دقيق پروګرام جوړولو سره په افغانستان کې د رسنيو د پراختيا په لټه کې دي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته