خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې يو شمېر غير دولتي ورځپاڼو ته کتنه

کابل ، د غبرګولی ۲۳ مه ، باختر

يوشمېرمحدود غير دولتي ورځپاڼو په هېواد کې سياسي او پوځي مسئلو ته کتنه کړې ده.

د باختر آژانس خبريال دغو ورځپاڼو ته کتنه کړې او دغه ریپورټ یې پرې چمتو کړی دی.

د” اطلاعات روز” ورځپاڼې د خوست ولايت جلغوزيو په ځنګلونو کې اورلګيدنې تر عنوان لاندې ليکلي دي:

د هېواد په جنوب ختيځ خوست ولايت کې سيمه ييزو خبرځايونو د دغه ولايت د جلغوزيو په ځنګلونو کې د اورلګيدنې خبر ورکوي.

يوه خبر ځاى پرون د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغه  اور د موسی خيلو ولسوالۍ د غرونو په ځنګلونو کې لګېدلى دى.

د “۸ صبح”  ورځپانې په “نيمروز کې يو سړي  د خپلې کورنۍ ٩ تنه ووژل ” ترعنوان لاندې ليکلي دي:

د نيمروز ولايت سيمه ييز خبر ځايونه وايي، چې یو سړي د څلورو ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ٩ غړي وژلي دي.

دغه پېـښه پرون مازيګر د ٥ بجو په شاوخوا کې د زرنج ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د دغه ولايت ځايي چارواکي تائيدوي، چې یو سړي د خپلې کورنۍ ٩ غړي وژلي دي.

د نيمروز ولايت سيمه ييز مقامات وايي، چې قاتل تښېدلى او د هغه د نيولو لپاره هڅې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته