خبرونهټولنه

په کابل کې پر زرو اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول

 کابل، د غبرګولي٣١مه، باختر

د ترکیې د بشري مرستو موسسې په کابل کې پر ۱۰۰۰  اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ترکیې د بشر دوستانه مرستو موسسې  “اى. اچ. اچ.” نن پر ۱۰۰۰  اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د دغه بنسټ مسوول مجاهد کلیچ د توکو د وېش پر مهال وویل، چې نن یې د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ او د اړمنو او يتيمو کورنيو له سروې وروسته پر زرو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

نوموړي وويل، چې دغه خوراکي توکي چې پکې اوړه، غوړي، وريجې، بوره ، لوبيا، نخود، رب، مکروني او خرما شامل دي، پر يتیمو ماشومانو او مستحقو کورنيو ووېشل شول.

هغه زياته کړه، ياد بنسټ پرون هم په غزني او کاپيسا کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نغدې پيسې وېشلې وې.

نوموړي په راتلونکي کې هم د يادې موسسې د مرستو د دوام خبر ورکړ او ويې ويل: په پام کې لري چې د جوماتونو او ښوونځيو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

په همدې حال کې يو اړمن کس همايون عزيز وویل: (( موږ غواړو دغه مرستې د بېوزلۍ د کچې د را ټیټولو په موخه د اړمنو کسانو او کورنیو لپاره دوام ومومي، دا مرستې باید محدودې نه وي، فابریکې دې جوړې شي، چې خلک له دې ستونزو خلاص شي.))

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته