کابل/ د وري٣١مه / باختر
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې اوڅارنې ریاست د کابل ښار د اتلسمې ناحیې په مربوطاتو کې پرڅه د پاسه ٢ کیلو متره سړک د کريړاچولو کار پیل کړى دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه سړک د اتلسمې ناحیې په قلعه زرین کې کرېړ کېږي چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د خلکو زیاتې ستونزې حل شي.
د دغه سړک د کار په بشپړیدو سره به د ژمي په موسم کې له خټو او په نورو موسمونو کې له خاورو او دوړو څخه د سیمې د خلکو ستونزې هوارې شي او څه دپاسه ۵۰۰ کورنۍ به ښاري ترانسپورټ ته لاسرسی ومومي.
\ ذ