امنیت

په کابل کې په دريو چاودنوکې دوه تنه ووژل شول

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
په کابل کې نن په دريو چاودنوکې دوه تنه ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ نن سهار د بره کي په څلور لاره کې په يوه چاودنه کې دوه تنه ووژل شول اويوبل ټپي شو.
پېښه په يولنډ کروزر موټر کې د لګول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې زېږنده وه .
پوليس تاييدوي چې په دې پېښه کې د پوليسو د پنځمې حوزې آمر کوچۍ ابراهيم خيل له خپل يوساتونکي سره شهيد شو.
داپه داسې حال کې ده چې نن سهار د پغمان ولسوالۍ دعبدالعلي کلا کې چاودنه وشوه يومقناطيسي ماين د پوليسو په يورنجر موټر کې ځاى پرځاى شوي و .
دغه پېښه د سرزيان نه درلود خو رنجر موټريې ويجاړ کړ.
وروسته هم د دويمې ناحيې د قواي مرکز په ساحه کې چاودنه وشوه .
يومقناطيسي ماين په يوشخصي موټر کې وچاوديد چې له امله يې څلورملکيان ټپيان شول.
پرون هم کابل د دوو تروريستي پېښو ډګر و.د بهرنيوچارو وزارت په يوموټر کې چاودنه موټر چلوونکى وواژه او وسله والوکسانو د کمپني په ساحه کې د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت څلور کارکوونکي ووژل.
ختم _ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته