سیاست

نوى ټاکنې :

کابل باختر د ثور لومړي :
  دکورنيوچارووزارت په وړانديز او دجمهوري رياست په منظوري مل پاسوال محمد حکيم انګار دفراه ولايت دامنيه قوماندان او مل پاسوال اقانور کينتوز  دکورنيو چارووزارت له درندو جرمونو  سره دمبارزې او کشف دلوى رياست له درندو جرمونوسره دمبارزې درييس په توګه ټاکل شوي دي .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه ټاکنې په دغو مرکزونو کې دچارودښه والي په خاطر شوي دي .
محمد حکيم  انګار پخوا دکورنيو چارووزارت دپيژنتون درياست داحتياط افسر و او اقانور کينتوز دفراه ولايت  دامنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله . دکورنيو چارووزارت په وړانديز سمونوال محمدنذير عجب  ګل چې پخوا يې له درندو جرمونوسره دمبارزې درييس په توګه دنده ترسره کوله له خپلې دندې څخه ګوښه او فعال احتياط ته سوق کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته