خبرونهامنیت

په کابل کې چاودنې یو کس ټپي کړ

کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې د ملي بس په څلورلاره کې نن سهار يو تن د مقناطيسي ماين په چاودنه کې ټپي شو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار٩بجې او٢٠دقيقې د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې د ملي بس په څلورلاره کې پر يو لنډکروزر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه وشوه چې په پايله کې يو تن ټپي شو.
فرامرز د دغه موټر په اړه چې په چا پورې اړه لري، څه ونه ويل.
هغه وويل چې د دغې پېښې د څرنګوالې په اړوند د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته