خبرونهټولنهروغتیا

په کابل کې یوه اندازه تېر او بې کیفته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د کابل ښاروالۍ د چاپيریال ساتنې د څارنې پلاوي یوه اندازه تېراو بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل.

د باخترآژانس د خبرله مخې، په دغو توکو کې نوشابې، خوراکي توکي او طبي توکي شامل دي چې د کابل ښار له بېلابېلوسیمې څخه راټول او د موظف پلاوی په شتون له منځه یوړل شول.

د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې یوه مسوول د ښاریانو د روغتیا او سلامتۍ په اړه وویل، د کابل ښاروالۍ د چاپیریال د معیاري روغتیا ساتنې د مراعتولو د کنترول او د څرنګوالي په څارنې سربېره تل د خوراکي  توکو، نوشابې  او د طبي وسایلو تاریخ څېړي چې د ښاریانو روغتیا او سلامتي خوندي شي.

هغه هیله وکړه چې ښاریان هم د خوراکي توکو او طبي وسایلو د پېرودنې په وخت کې تاریخ او کیفیت ته پاملرنه وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته