امنیت

په کابل کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل / د سلواغې ۴مه/باختر
د کورنیوچارو وزارت په کابل کې د انسان تښتونکو له منګولو د یو ۱۱ کلن ماشوم د آزادېدو خبر ورکړی دی.
د باخترآژانس د خبر له مخې، د کورنیوچارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې ځواکونو یو یوولس کلن ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره .
په همدې حال کې د پولیسو د دریمې حوزې د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي محب الله مشفق وایي چې دوی ته د دغه ماشوم د خپلوانو د خبر له ورکولو وروسته د اسلامي امارت کشفي ځواکونه لاس په کارشول او تښتول شوی ماشوم یې د انسان تښتوونکو له منګلو وژغوره.
دغه ماشوم ۴ورځې مخکې تښتول شوی و او د ګولایي دواخانې له ساحې څخه له ژغورنې وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د دغې قضیې په اړوند دوه تنه نیول شوي او تر پوښتنې لاندې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته