خبرونهټولنه

په کابل کې ۴۰۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ۱۸ مه / باختر

په کابل کې له ۴۰۰ اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د مرستې د وېش پر مهال د يادې موسسې ریيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: افغانان له سخت نړېوال اقتصادي فشار سره لاس او ګرېوان دي او دوی هڅه کوي چې خپلې مرستې اړمنو هېوادوالو ته ورسوي.

د هغه په وينا؛ په نننيو مرستو کې ۱۸ کيلو اوړه,۵ ليتره غوړي، ۷ کيلو وريجې، ۵ کيلو بوره، ۵ کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.

په همدې حال کې د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: یادې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له زرګونو بې وزلو هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي کې يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

رحميزي له ټولو نړېوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې په هېواد کې د بې وزلو وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته