ټولنه

په کابل کې ۶۵۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

په کابل کې له ۶۵۰ اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د يادې موسسې ریيس حاجي محمد عالم شهاب وايي چې له هېوادوالو سره یې مرستې له کلونو راهېسې دوام لري او دغه لړۍ به له اسلامي امارت سره هم روانه وساتي.

هغه د مرستو د دوام ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې په راتلونکې پروګرام کې به له بې وزلو سره د ژمنيو توکو مرسته هم وکړي.

هغه زياتوي چې په نننيو مرستو کې ۱۸ کيلو اوړه، ۵ ليتره غوړي، ۷ کيلو وريجې، ۵ کيلو بوره، ۵ کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.

په همدې حال کې د کابل د کډوالو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي وویل چې هېوادوال په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړېوالو خېريه بنسټونو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د هغه په وينا له زیات شمېر موسسو سره یې خبرې کړي او ټولو ورسره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

رحميزي د مرستو د وېش په برخه کې د پوره شفافيت ډاډ ورکړ او  پر ټولو نړېوالو او کورنيو مرستندويه ادارو يې يو ځل بيا غږ وکړ چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته