اقتصاد

دافغانستان داقتصادي خبريالانو دټولني دروزنيز کورس لومړي دوره پرانستل شوه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

داقتصادي خبريالانو دروزنيز کورس لومړي دوره نن په کابل کې پيل شو.

دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې  دغه روزنيز کورس چې دحرکت موسسي په مالي اوتخنيکي ملاتړ داقتصادي  خبريالانو دټولنې له خوا جوړ شوي دي دبيلابيلو مرکزونو يوسلو پنځوس تنه اقتصادي خبريالان ديوې  مياشتې  لپاره پکې زده کړه کوي .

ددغه روزنيز کورس په پرانستوونکې  غونډه کې  جان اقا نويد اوداقتصادي  خبريالانو دټولنې دعامل هيئت رييس دخبريالانو دمسلکي روزنې دارزښت په باب خبري وکړي.

دغه رازدکابل پوهنتون استاد اوداقتصادي چارو کارپوه پوهنمل  حميدالله فاروقي  او دکابل دسوداګرۍ اوصنايعو  دخونو دعامل هيئت رييس محمدقربان حقجو  په افغانستان کې دپانګې اچونې داقتصاد په پراختيا  کې درسنيو درول په اړوند خبري وکړي .

په پاى کې دحرکت موسسي استازي ډاکترلطيف  دافغانستان داقتصادي خبريالانو له ټولنې سره خپل ملاتړ څرگند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته