کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۷ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د ښار په بېلا بېلو سیمو کې د موټرو او له کورونو څخه غلا په تور نیول شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې له نیول شویو کسانو سره یو موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.