خبرونهامنیت

په کاپيسا کې طالبانو ته د سر زيان  واوښت

 کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

د وسله والو طالبانو په لسګونو غړي نن د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې ووژل شول.

د ملي امنيت ٠١ قطعه وايي د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د دغې قطعې د منسوبانو     په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د ٦ سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون په لسګونو وسله وال طالب جګړه ماران ووژل شول.

خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ٥ ټانکونه او څو موټر سايکلونه چې بمونه پکې ځاى پرځاى شوي و او نيت يې درلود چې په  ځانمرګو بريدونو کې ورڅخه استفاده وکړي هم کشف شول.

ويل کېږي د ملي امنيت ٠١ قطعې منسوبانو په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو  ٤ پټنځي هم له منځه وړي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته