ټولنه

په کاپيسا کې څه د پاسه ٣٥٠ کورنيومرستې ترلاسه کړې

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
د مهاجرينو په چارو کې د ملګروملتوسازمان کميشنرى په کاپيسا کې په٣٥١ راستنو شويو او بېځآيه شويو کورنيو نغدې پيسې ويشلې.
د کاپيسا د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس محمد قسيم ملکزاده د باختر اژانس خبريال ته وويل: د مهاجرينو په چارو کې د ملګروملتوسازمان عالي کميشنرى په ٣٥١ بيځايه شويو اوراستنو شويوکورنيو له سروې وروسته له هرې کورنى سره ٢٦٥ امريکايي ډالره مرسته وکړه.
هغه زياته کړه چې خيريه بنسټونه پخوا هم په دغوکورنيو خوراکي اوغير خوراکي توکو ويشلي وو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته