ټولنه

په کاپیسا کې خلکو خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې دي

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
د کاپیسا په مرکز محمود راقي او ټولو ولسوالیو کې امنیت ډاډمن شوی او خلکو په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې دي.
په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې په ښار او ولسواليو کې هېڅ امنیتي او جنايي پېښه نه ده رامنځته شوې او خلکو د سولې په فضا کې خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې نن په ښار کې د تېرو ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته شوې، ملکي او حکومتي ادارو فعالیت پيل کړی، خلک ښار ته راوتلي، مارکیټونه یې خلاص کړي او خپلې چارې یې پیل کړې دي.
\ ن ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته