کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر
د جاپان (ای. ای. آر)موسسې د کاپیسا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې پر۴۰۰ بېوزلو او بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د کاپیسا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس مفتي سید ابرارمحمدي په دغه ولایت کې د اړمنو کورنیو لپاره د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د جاپان د (ای. ای. آر)موسسې مسوول وویل، چې دغه ۴۰۰ کورنۍ مخکې سروې شوې وې، چې پرهرې کورنۍ اوړه، غوړي، وریجې، دالنخود، بوره، چای او مالګه ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د جاپان (ای. ای. آر)موسسې اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستې رسولو په برخه کې فعالیت کوي.
ع