کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر
د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې وروستیو اورښتونو او سېلاوونو د دغه ولایت اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالفتاح باختر آژانس ته وویل چې د دغو سیلاوونو د راوتلو له امله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د هغه د څرګندونو له مخې، د دغو سېلاوونو له امله د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او بڼونو حاصلات له منځه تللي دي.
ع