امنیت

په کاپیسا کې لفظي شخړې یو تن وواژه

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په کاپیسا کې پرون د دوو تنو ترمنځ لفظي شخړه کې یو تن ووژل شو.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش باختر آژانس ته وویل چې یو سړی د کوهستان د دویمې برخې د کارېز په ساحه کې له خپل وراره سره له لفظي شخړې وروسته، هغه په ډزو سره ټپي کړ چې د روغتون په لاره کې ومړ.
هغه وویل چې پولیسو د وژل شوي سړي وراره نیولی دی.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته