خبرونهامنیت

په کاپیسا ۲۰۰ تنه مجادینو د پوځي زده کړو د ترلاسه کولو ورتوسته فارغ شول

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د اسلامي امارت ۲۰۰ تنو مجاهدینو د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ په تعلیمي مرکز کې له مسلکي او پوځي زده کړو فارغ شول.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت تر سره شوي و د کاپیسا امنیې قوماندان ضیاءالحق حامد وویل چې له مقدسې مبارزې وروسته د اسلامي امارت هدفونه ترلاسه شول او اوس د دې اړتیا ده چې د جهاد او اسلامي ارزښتونو ساتنه وشي.
هغه زیاته کړه مسلکي کسان به خپلې دندې په ښه ډول پرمخ وړي او دغه شان روزنیز پروګرامونه به دوام لري.
د مراسمو په پای کې ۲۰۰ تنومجاهدینو له ۱۰ورځېنۍ روزنیزې دورې څخه فارغ شول او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو څخه دفاع کوي.
مخکې له دې هم د اسلامي امارت ۳۰ تنو مسوولینوهم له پوځې زده کړو فارغ شوي وو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته