روغتیا

په کروناویروس یو اخته کس ومړ

کابل / د وري ۷ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په کروناویروس د څلورو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناویروس د ۴ مثبتو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر۵۶ زرو ۲۹۴ ته ورسېد.
دغه راز په همدې موده کې په کروناویروس یو اخته کس مړ شو چې د مړه شویو کسانو شمېر ۲ زره ۴۷۰ او د روغ شویو کسانو شمېر۴۹زرو۹۹۴ ته ورسېد.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته