امنیت

په کندزکې دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختر دکب څلورمه :
دوه تنه پوليسان نن په کندز  ولايت کې په واټ کې د ښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دخان آباد ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيسال عبدالمنان هزاره باخترآژانس ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د پوليسو د سپرلۍ موټر په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت . 
ده وويل: په دې  پيښه کې دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور پوليسان  ټپيان شوي چې د يوه تنه ټپي حالت هم خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته