ټولنه

په کندزکې د پاسپورت د وېشلوبهیرپیل شو

کابل / د لړم / ۲۳ / باختر
په کندزکې نن د پاسپورت د وېشلوبهیرپیل شو.
د کندزد پاسپورت مدیرمولوي عبدالولي شعیب نن د باخترآژانس خبریال ته وویل چې اوس هغو کسانوته لومړيتوب ورکول کېږي چې مخکې له دې د بایومتریک بهیرترسره کړی او یا پیسې يې ورکړې دي، او د نوروخلکو په اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.
په همدې حال کې د کندزد پاسپورت مدیرپه ناروغانو د پآسپورت له وېشلوڅخه یاد کړاو ويې ویل ، هغه کورنی چې ناروغان لري کولای شي د خپلوسندونوپه بشپړولواو د تابیعت د تذکرې په لرلوسره پاسپورت ترلاسه کړي.
د کندز د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د بغلان ، تخار او د بدخشان د ولایتونو اوسېدونکي هم کولای شي د بایومتریک په بشپړولواو د پیسې په ورکولو او د ناروغ په لرلوسره دغه مدیريت ته مراجعه وکړي او پاسپورت ترلاسه کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته