خبرونهټولنهروغتیا

په کندزکې شپږ ټنه تېرتاريخ اوبې کيفيته درمل او خوراکې توکي  وسوځول شول

کابل / د تلې٢٩مه / باختر:

د کندز د عامې روغتيا رياست  په دغه ولايت کې ٦ ټنه تېر تاريخ او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي وسوځول.

د کندز دعامې روغتيا رييس قاري انور باخترآژانس ته وويل: دغه تېرتاريخ  او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي  د کندزښار له دکانونو  او تجارتي بازارونو څخه راټول  او په آبدان دښته  کې وسوځول.

د کندز دعامې روغتيا رييس وويلک د دوى د سيمه ييزې روغتيا د څارنې ټيمونه هره ورځ له ښار او تجارتي بازارونو څخه ليدنه کوي، تېر تاريخ او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي راټولوي.

دا په داسې حال کې دى چې په افغانستان کې  د وارداتو او صادراتو د کمښت په نسبت  زياتره تېر تاريخ او بې کيفيته درملو لوړوالي بيو ته په پاملرنې سره د هټيووالو له خوا پلورل کېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته