امنیت

په کندزکې طالبانو ته د سر دروند زيان

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه  :
طالبانو ته د کندز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د سر دروند زيان واوښت .
دملي دفاع وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره خبر ورکړ چې د کومانډو ځواکونو د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هوايي  ځواکونو په ملاتړ عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥٧ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول  او ١٥ تنه نور يې ټپيان شول چې په وژل شويوکسانوکې د چاردرې ولسوالۍ  لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ډاکتر حسين هم شامل دى.
دغه راز  د دښمن يو ٨٢ ملي متري توپ، يو ٨١ ملي متري هاوان ، يوه داشکه او يوولس کلک سنګرونه د هوايي بريدونو له امله ويجاړ شول، دوه ډيپوګانې او اوولس ماينونه کشف او په ساحه کې وچول شول او دغه راز د طالبانو د سوق او ادارې دوه مرکزونه هم د کومانډو ځواکونو لاسته ورغلي دي او د امير محمدشينواري، نادر خروټي، تپه غلام علي کلي په بشپړه توګه دطالبانو دتروريستي ډلې له شتون څخه پاک شوي دي .
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته