فرهنګ

ميرمن حسينه صافۍ : داسلامي فرهنګي ميراثونو ساتنه يوګډ مسووليت دى

کابل باختردليندۍ دمياشتې٣ نيټه :                                                                                                                                 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ميرمن حسينه صافۍ نن  په کابل کې دسعودي عربستان له سفير جاسم محمدالخالد سره په کتنه کې وويل؛ داسلامي فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې  ګډ مسووليت لرو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ميرمن حسينه صافۍ په دې کتنه کې  د کاري تفاهم ليکونو پربنسټ ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې دافغانستان ښځې  درهبرۍ ظرفيت لري .
په مقابل کې دسعودي عربستان سفير  ددواړو هېوادونو ترمنځ  ددوه اړخيزو فرهنګي اړيکو په پياوړتيا اوپراختيا ټينګار وکړ اوتيارى يې څرګند کړ چې دغه هېواد  غواړي  دافغانستان له رسنيو سره همکاري وکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ټينګاروکړهمکارۍ به دهغو تفاهم ليکونو پر بنسټ چې لاسليک کېږي پراختيا ومومي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته